اسلام آباد ۔ 22 اګست (اے پی پی) د دفاع وزير خرم دستګير وئيلي دي چمن كښی په پاك افغان پوله دا مهال امن دے او د دواړو هېوادونو په ګډه شوې سروے كښی د پاكستان د دريځ تصديق شوے۔ د نهې په و??ځ د سېنېټ غونډه كښې ده ووئيل د ا??سنې سر شمېرې په مهال افغان چارواكو د خبرولو باوجود د پاكستان د سړي سر شمېرې عمله د كار كولو څخه منع كړې وه ۔ ده ووئېل دا معامله خارجه و??ارت او كابل كښې د پاكستان سفارت لخوا هم افغان چارواكو سره پورته كړې شوې وه ۔ د پاک پوځ لخوا د ا??غان پوځ مشر ته يو خط هم وليكلې شو چې هغه په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كړي۔ بياهم د 4 او 5 مئی په منځومانۍ شپه كښې افغان چارواكو پ??كستانۍ سيمه كښې په دوه كليو جهانګير او لقمان قبضه وكړه۔ ده ووئېل د سر شمېرې په عمله ئې هم بريد وكړو او دې څخه و??وستو په يو بل د ډزو لړۍ پېل شوه چې په نتيجه كښی ئې د پاكستان 13 وګړي شهيدان شول۔ دې څخه و??وستو پ??ك پوځ د ا??غانستان نه خپله سيمه و??خسته ۔ ده سېنټ ته ووئېل په دې مهال د پاكستان 2 عسكر شهيدان ??و 13 نور ژوبل شول۔ ده ووئيل د پولې ستونزه حل كولو له څو وارې بارډر فلېګ غونډه هم وشوه۔ ده ووئيل دواړو هېوادونو يو شريكه سروے شوې په كومه كښې چې د پاكستان د دريځ تصديق شوے