نارووال 10 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې حكومت لوبې ع??م كولو سره سره ځوانانو ته اسانيې وركولو لپاره اقدامات كوي٬ په نارووال كښې سپ??رټس سټي جوړولې شي چرته به چې د 14 بېلا بېلو لوبو مقابلې كولې شي٬ پاكستان يو ځل بيا د لوبو په مېدان كښې په نړۍ كښې خپل مقام جوړوي٬ د مېچ بائيللو نه پس دهرنا نه بايد د بل مېچ تياري وكړې شي۔ ده دا خ??رې په نارووال كښې د سپ??رټس مېلې وروستې دستورې په موقع د انعاماتو د وېشلو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې د مېچ بائيللو نه پس دهرنا نه بايد د بل مېچ تياري وكړې شي٬ كوم لوبغاړي چې سياست ته راغلي دي هغوي د كال 2013م په ټولټاكنو كښې ماتې تسليم نه كړه۔ وفاقي وزير ووئيل چې د هېواد د پرمختګ لار نيولو لپاره سازشونه كولې شي٬ مونږ د سازشونو مقابله كړې او هېواد مو د پرمختګ په لار روان كړے۔ ده ووئيل چې بد??ون چغې سورې وهلو سره نه بلكې كار كولو سره راځي٬ په هېواد كښې لوډشېډنګ ختم شوے او په نارووال كښې پوهنتونونه جوړ كړے شوي دي۔