اسلام آباد 11 جنوری (اے پي پي)وړومبنې مېرمن بېګم محموده ممنون حسېن وئېلي دي پھ اخلاق حسنه عمل كولو س??ه پھ ډېرو ټولنيزو بدو چارو قابو موندلې كېدې شي٬ اسلام په اخلاقو تر ټولو نه زيات زور راوړي۔هغې دا خبرې د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې د سكول زده كوونكو س??ه په خبرو كښې وكړې۔د اخلا??ي تربيې دا لړۍ د اوږدې مودې څخه راروانه ده چې دغسې د انجونو د تعليم سره سره د هغوي اخلا??ي تربيې ته هم پام لرنه وكړې شي۔بېګم محموده ممنون حسېن ووئيل ښه اخلاق يوازې دا نه دي چې خلقو س??ه په ښه ډول ستړي مشي خوار مشي وشي بلكې د دې معاملو س??ه په اخلاق حسنه كښې نور هم ډېر څيزونه شامل دي چې پكښې ايمان٬سمه عقيده٬توحيد٬د مونځ روژې پابندي كول٬نيك اعمال٬ښه عادتونه٬خلقو س??ه په معاملو كښې رښتيا وئېل٬په كوچنيانو شقفت كول٬هغوي سره محبت كول٬د مشرانو ادب او ا??تر??م كول٬د مور او پلار خذمت كول او ښه سلوك كول شامل دي دې ووئېل ٬ګاونډيانو س??ه ښه سلوك٬خپلو خپلوانو٬ملګرو او عزيزانو س??ه ښه سلوك٬د خلقو په معاملو كښې عدل او انصاف كول٬د آخرت فكر كول٬د قرآن مجيد تلاوت كول٬د اسلام په اركانو پابندي كول٬د حقوق العباد خيال ساتل٬د بې ايمانۍ٬ناانصافۍ٬حرام ګټې٬د كونډو يتيمانو٬د مال خوړولو نه لرې پاتې دا هر څه د اخلاقياتو تقاضه ده ۔بېګم محموده ممنون حسېن ووئيل د حضور پاك(ص)ټول ژوند د ښو اخلاقو نوم دے ۔ وړومبۍ مېرمن ووئېل د مشرانو ادب٬كشرانو س??ه محبت او د نورو ا??تر??م دا ټولې خوبۍ په نبي پاك كښې موجود وې۔هم دا وجه وه چې غېر ??سلمو به هم د ده ډېر ا??تر??م كولو۔وړومبې مېرمن زده كوونكو انجونو ته د اخلاق حسنه په حقله د يو احاديث حواله وركولو س??ه ووئيل نبي پاك(ص)د ښو اخلاقو لرونكې خلق د روژه دارو او تهجد ګزارو س??ه يو برابر ګرځولي۔دې ووئيل زده كوونكې دې دنياوي علم ضرور ترلاسه كړي او چې څومره غواړي زده كړې دې وكړي خو دې سره دا هم ضروري ده چې ديني تعليم ته هم خاص پام وكړي۔هې انجونو ته ووئيل خپل كلتور ته وده وركړي او خپله پیژندګلي پخپله پېدا كړي۔هې ووئيل د اسلامي اصولو له مخې ژوند تېر ??ړئ چې دغسې يوه داسې ټولنه جوړه شي چې پكښې د اخلاقياتو قدر وي٬د نورو ا??تر??م وي او د مشرانو عزت وي۔هغې ذدكونكو ته هم ووئيل د جينكو د تعليم او تربيې لويه ذمه واري د دوي په اوږو پرته ده۔۔د دستورې په پاې كښې بېګم محمود ممنون حسېن زده كونكو س??ه ليدل كاته وكړل او د دوي د پوښتنو يې ځوابونه وركړل۔په دې موقع بېګم محمود ممنون حسېن ووئيل هغه به دا لړۍ مخ په وړاندې بوځي چې دغسې د انجونو اخلا??ي تربيې ته پام وكړې شي