اسلام آباد 23 جنوری (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق وئيلي دي چین زمونږ په زړونو كښې مهم مقام لري، دواړه ګاونډيان خپلو كښې د ملګرتيا مثالي اړيكې لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ پارلیمنټ هاوس كښې په پاکستان كښې د چین سفیر یاؤ جنګ سره شوې ملاقات كښې په خپلو خبرو كښې وكړې۔ سپیکر ووئيل ون بیلټ ون روډ منصوبه د دې پيړۍ تر ټولو لويه منصوبه ده او د پاك۔ چین اقتصادی راهداری د دې منصوبې مهمه برخه دہ?? ده ووئيل پاکستان د سی پیك د ټولو پروژو په وخت بشپړولو له لوظي دې?? ده د دواړه هېوادونو د پارلماني غړو او سوداګرو ترمينځه د رابطو ??ه حاجت زور راوړو۔ سپیکر ووئيل دواړه هېوادونه خپلو كښې شريك جغرافیائی ،اقتصادی ،تاریخی او ستراتيجكي اړيكې لري او په هر سخت وخت كښې د يو بل سره اوږه په او??ه ولاړ دي۔ پاکستان كښې د و??ومبي سپیکرانو کنفرنس ذکرکولو سره سر دار ایا زصادق ووئيل بايد مونږ مسئلې د سيمې اجتماعی پوهې او شريكې تګلارې سره حل كړو?? ده هيله څرګنده كړه چې دا کنفرنس به ټولې سيمې له ګټه ور وګرځي۔ د چين سفير سپیکر له په اسلا م آباد كښې په وړومبي کنفرنس کولو مبارکي وركولو سره دا کنفرنس د پارلمانی سفارتکارۍ ښكال وګرځوله?? ده ووئيل د دې کنفرنس ټ??ل كريډټ د قامی اسمبلۍ سپیکر سر دار ایاز صادق ته ترلاسه دې۔ یاؤ جنګ ووئيل يو قوي او سوكاله پاکستان د چین حقیقی قوت دے?? ده د دې خبرې پخلې وكړو چې د پاکستان او چین ترمينځه نزدې مرسته سيمه كښې او سيمې څخه بهر چیلنجونو مقابلې له زيات اهميت لري