كراچۍ 25 مارچ (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې كراچۍ كښې د پي اېس اېل فائنل كېدل د حكومتي د مثبت پالېسو نتيجه ده٬د كراچۍ رڼاګانې او امن بحال شوې٬د هېواد پھ معاشي پرمختګ كښې بزنس كميونټي مهم كردار لري۔حكومت په بنيادي مقصدونو كښې د هېواد معيشت ته استحكام ور??ول او په هېواد كښې امن په ځاې ??ول شامل دي٬حكومت به خپله موده د مئي په 31نېټھ ترسره كړي او راروانې ټول ټاكنې به په خپل ټاكلي وخت كېږي٬ حكومت په بنيادي مقصدونو كښې د هېواد معيشت ته استحكام ور??ول او په هېواد كښې امن په ځاې ??ول شامل دي۔د د?? خيالاتو څرګندونه بزنس كميونټي سره تعلق لرونكو وګړو سره په ملاقات كښې وكړه۔ده ووئيل نن چې په كراچۍ كښې د پاكستان سپر ليګ كركټ ټورنمنټ په شكل كښې كو??ې ر??اګانې په نظر راځي دا د مسلم ليګ(ن)حكومت د مثبت پالېسو نتيجه ده۔ده ووئيل سېنېټ ټاكنو كښې د ځينې سياسي په سوب د پارلمان وقار ته زيان رسېدلې۔ده ووئيل د ځينو سياسي ګوندونو دا حركت به جمهوريت لپ??ره سم نه وي۔ده ووئيل د كال 2013 څخه وړاندې خلكو كراچۍ څخه د بهر تللو سوچ كو??و ولې نن دلته رڼاګانې بحال شوي دي۔وزيراعظم ووئيل پھ هېواد كښې بايد پالېسۍ پرله پسې روانې پاتې شي دغسې چې د سرمايه كارو باور په ځاې پاتې وي۔ده ووئيل زمونږ وسائل محدود دي ځينې وختونو كښې ګرانې پريكړې هم ??ول وي ولې زمونږ هڅه ده چې دا پريكړې وكړې شي چې ورسره معاشي نمو باوري كړې شي۔وزيراعظم ووئيل چې د بزنس كميونټي د هېواد په معيشت مهم كردار وي او په دې لړ كښې د دوي لارښودنه هم مهمه وي۔شاهد خاقان عباسي ووئيل پاكستان مسلم ليګ(ن)د توان په ستونزه قابو موندلې٬هېواد كښې يې بنيادي اډانه ښه كړې۔ده ووئيل پاك چين اقتصادي راهداري په سم لوري روانه ده او د د?? په هېواد مثبت اثرات به مرتب شي۔ده ووئيل زمونږ هڅه ده چې 6 فيصد پرمختګ هدف ترلاسه كړی شي۔پھ دې مهال د بزنس كميونټي وزيراعظم د خپلو مسئلو څخه خبر كړو۔وزيراعظم باور وركړو چې د دوي مسئلو لپ??ره په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كو??ې شي۔په دې مهال د سندھ ګورنر محمد زبير٬د اطلاعات او خپرونو دوهمه وزيره مريم اورنګزېب٬د خزانې لپ??ره د وزيراعظم صلاحكار مفتاح اسماعيل او د وزيراعظم مرستيال مصدق ملك هم موجود وو۔