سرينګر 01 اپرېل (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په روانو عملي??تو كښې د مارچ په مياشت كښې ?? يوې مېرمنې او ?? يو كم عمر هلك پشمول 29 بې ګناه كشميريان شهيدان كړي دي۔ په دې كښې څلور ځوانان په جعلي مقابلو كښې شهيدان كړے شوي دي۔ د كشمير مېډيا سروس د څېړنې څانګې لخوا جاري شوي راپور له مخې هندي ځواكونو د تېرې مياشتې په مهال 198 وګړي ژوبل كړي او د حريت مشرانو او كاركنانو پشمول ئې 117 وګړي نيولي دي۔ هندي ځواكونو په دې موده كښې 35 كورونه تباه كړي دي او د 15 كشميري مېرمنو ئې بې حرمتي كړې۔ له بلې خوا هندي ځواكونو د رياستي ترهګرې په تازه عملي??تو كښ?? د ??توار په ورځ په اسلام آ??اد او شوپيا ضلعو كښې 8 كشميري ځوانان شهيدان كړي دي۔ خلقو د دې پېښې په ضد احتجاج پېل كړے۔