اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د موسمياتي بدلون سلاكار ملك امين اسلم په مشرې كښې د ګل په ورځ د موسمياتي بدلون په وزارت كښې د لوړ?? پاې غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د موسمياتي بدلون وفاقي سېكتر خضر حيات پشمول د ځنګلاتو د محكمې اعلٰي چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع د وزيراعظم سلاكار واضحه كړه چې په نېشنل فارېسټ پاليسې به په هر صورت عمل با??ري كولې شي۔ د وزيراعظم سلاكار د فېډرل فارېسټري بورډ فعاله كولو احكامات هم ج??ري كړل۔ د يادونې وړ ده چې تېر كال د شريكو ګټو كونسل د ټولو صوبو په مشوره د نېشنل فارېسټ پالېسې له مخې د فېډرل فارېسټري بورډ منظ??ري وركړې وه۔ په دې بورډ كښې به د ټولو صوبو استازي شامل وي او د دې په اهدافو كښې به په ټول هېواد كښې د 10 اربه ون?? كرلو پلان هم شامل وي چې دغسې دا پلان په ټول هېواد كښې يو ډول عملي كړې شي۔ د ون?? كرلو په كمپائن كښې به اېف اېف بي يو مهم پلېټ فارم ګڼلې شي۔ د موسمياتي بدلون وزارت په دې لړ كښې نوټېفيكېشن هم ج??ري كړے