موسٰی خېل۔ 15 دسمبر (اے پی پی) د موسیٰ خېل قبائل سردار سناتور سردار محمدح اعظم خ??ن موسی خېل د كراچۍ آغا خان پوهنتون كښې په حق ورسېد۔ د كورنيو ذريعو لمخې سردار محمد اعظم خ??ن له يوې مودې ناروغه وو څوك چې آغا خان پوهنتون ته منتقل كړې شوې وو چرته چې هغه په حق ورسېد۔ د ده د جنازې لمونځ به نن د اتوار په ورځ اېف سی ګراؤنډ موسیٰ خېل كښې ادا كولې شي او د خپل پلار نيكه مقبره كښې به خاورو ته سپارلې شي۔ د ارواښاد آخر?? ديدن له د پشتونخوا ملی عوامی ګوند مشران ٬ كارمندان او نورو سياسي او سماجي شخصيا??و كوئټه ته رسېدل پیل شو?? دي۔ سردار محمد اعظم خ??ن د پشتونخواملی عوامی ګوند سينئر دوهم صدر او د مركزي كونسل غړې هم وو۔ له كال 2002 څخه تر كال 2008ﺀ دې د بلوچستان اسمبلۍ غړې وو۔ دده پرېكړې به قبائلي پرېكړو او جرګو كښې سپريم لاﺀ ګڼلې شوې۔ ارواښاد دا مهال د سېنېټ غړې هم وو او سېنېټ كښې د پشتونخوا ملي ګوند دوهم پارلماني لارښود هم وو۔