پېښور۔20اپرېل (اے پی پی) د خېبر پختونخوا ګورنر شاه فرمان سره د قبائلي ضلعو د قامي اسمبلۍ غړو ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔ په دې م??ال د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان هم موجود وو۔ ملاقات كښې قبائلي ضلعو كښې د امن په صورتحال ٬ انتظامي چارو او پرمختيائي ګامونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې د قومي اسمبلۍ غړو سر?? خپلو خبرو كښې د خېبر پختونخوا ګورنر ووئيل د قبائلي ضلعو د قومي اسمبلۍ غړي او قبائلي مشران د قبائلي اولس حقيقي نمائندګان دي د دوئي رائې او مشاورت په ټولو پرېكړو كښې باوري كولې شي۔ د?? ووئيل قبائلي روايات ٬ قبائلي مشران او د قبائلي اولس نمائندګانو احترام او عزت ته حكومت تر ټولو وړوم??ې پام كوي۔ د?? ووئيل قبائلي سيمې به ډېر زر د هېواد د پرمختګ كړې سيمو په صف كښې شامل شي ولې چې د فاټا انضمام مقصد يادې شوې سيمې پرمختګ كړې او خوشحاله جوړول دي۔ د?? ووئيل ټول اولس د قبائلي اولس هېواد او قوم لپاره وركړې شويو قربانيو ته د قدر په سترګه ګ??ري?? ملاقات كښې تحريك انصاف سره تعلق لرونكي د قامي اسمبلۍ غړو كښې اقبال آفریدی، ګل ظفرخان ٬ ګل دادخان اوجواد حسېن شامل وو۔